تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Apr 04 2026 12:08 PM
1

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متره د څنډو تحکیمات شامل دي، چې چارې یې نږدې دوه میاشتې مخکې پيل شوې او په چټکۍ سره روانې دي.

User account menu