غزني ولایت کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) له اوبو ډک شو

mew-admin
Sat, Apr 04 2026 3:47 PM
1

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې د ده دولت د اوبو کوچنی ذخیروي بند (چکډم) د وروستیو اورښتونو له کبله له اوبو ډک شو.

له اوبو څخه د نوموړي بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو اوبه تغذیه او په کرنیزو حاصلاتو کې د پام‌وړ زیاتوالی راشي.

نوموړی بند د تېر کال په بهیر کې د ډي، آر، سي مؤسسې له لوري جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

User account menu