لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Tue, Apr 14 2026 3:35 PM
1

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په نوموړې پروژه کې  ۱۸ متره سربند، ۶۵ متره کانال او ۱۶۱ متره محافظوي دېوال شامل دی، چې چارې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت د نوموړې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

د دغې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به شاخوا ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او نږدې ۴۵۰ کورنۍ ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کوي او د اوبو د منظم مدیریت زمینه هم برابره شي.

User account menu