د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

mew-admin
Sat, Apr 18 2026 3:15 PM
1

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو او ټولو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، محترم وزیر صاحب د وظیفوي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د ژمنتیا او بشپړ مسؤلیت‌منلو د ارزښت، په صورت او سیرت کې د اسلامي ارزښتونو او اصولو د رعایتولو او همدارنګه د دندو په ترسره کولو کې د ایمانداري او اخلاص روحیې پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.

هغه د اوبو او انرژي چارو د بهیر د چټکتیا او غوره‌والي لپاره د اړینو لارښوونو په وړاندې کولو سره، په دغو دوو سکتورونو کې د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې د وزارت د انجنیرانو د تخنیکي وړتیاوو لوړول اړین وبلل.

د ناستې په دوام، معینانو، سلاکارانو او د هرې برخې رئيسانو هر یوه په خپل‌وار سره خپل کاري راپورونه، د خپلو اړوندو حوزو په برخه کې شته ننګونې او وړاندیزونه د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د راپورونو او اندونو تر اورېدولو وروسته، د چارو د چټکتیا، غوره‌والي او لا اغېزمنتیا په برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول. دغه تصمیمونه په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د اغېزمنې پراختیا او مدیریت، د انرژي بنسټونو د پراختیا او د دغه وزارت د چوپړتیاوو د کیفیت په لوړولو باندې را ټول وو.

په پای کې، د اوبو او انرژي وزیر د چارو د چټکتیا، د شته خنډونو د لرې‌کولو او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږیو د غوره‌والي په هکله اړینې لارښوونې وکړې او د نیول شوو پرېکړو پر کره پلي‌کولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu