د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي یې ملتیا کوله.
نوموړې پروژه په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې د اوبو او انرژی وزارت د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست له لوري پلې شوې ده، چې د چارو په بشپړېدو سره یې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د آمو سیند له ګواښونو څخه خوندي شوي دي.
همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر له نوموړې پروژې څخه د ليدنې پرمهال د ساتنې او مراقبت په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
