پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.
پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسفخېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو، په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له امله کارېز بېرته فعال او اوبه په کې روانې او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو جوګه شو.
