سمنگان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه
د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.
د کشکک او چله مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتره او ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د ۲۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د خلم ـ ایبک سیندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزې به حل شي.
