ارزګان ولایت کې د دهزک او ګرماب چکډیمونو څخه څارنه ترسره شوه
ارزګان ولایت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دهراود ولسوالي اړوند د دهزک چکډیم او مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب چکډیم څخه څارنه ترسره کړه.
د دهزک چکډیم کندن کاري چارې ۹۰ سلنه او د ګرماب چکډیم کندن کاري چارې ۲۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو چکډیمونو چارې د اوبو او انرژی وزارت له پراختیایې بودجې څخه د یوه خصوصي ساختماني شرکت له خوا د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.
