د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبو لګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۸هـ ق مطابق 1405/3/14هـ ش
د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبو لګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې د مسؤلینو له لورې د کانالونو د اوبو ټولنو له رئیسانو سره په بشپړې همغږي خوشې شوې.
همدارنګه، د اړوندو مسؤلینو له لورې ټولو کروندګرو ته د اوبو د سپما په موخه اړینې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د اوبو تر خوشې کېدو مخکې ټول کانالونه د ګډ حشر له لارې د اوبو د غوره بهیدو په موخه پاککاري شوي وو.
