په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Tue, Jul 14 2026 10:50 AM
1

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۸۰ زره متر مکعب اوبه زېرمه، د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او د سېلابونو په کنترول کې هم اړین رول ولوبوي.

User account menu