د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي په هزار طوقي کلي کې بشپړه شوه
د یادې پروژې د بشپړېدو په مناسبت یوه غوڼده د بلخ ولایت مقام مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي موسی جان حق بین، د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس مولوي سید غلام مشواڼي او یو شمیر قومي مشرانو په ګډون ترسره شوه او یادو ګډونوالو په دغه ولسوالي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې د ارزښت په هکله خبرې وکړې.
د بلخ ولایت په شورتپې ولسوالي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه څلور میاشتي وړاندې د یاد سیند شاوخوا کرنیزو ځمکو او استوګنو کورونو د ویجاړیدو د مخنیوي په موخه د یوه بیړني پروګرام په ترڅ کې پیل شوه چې نن یې چارې بشپړې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د اوبو او انرژي وزارت په لګښت د کندز ولایت څخه پیل، د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي او د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو ته غځېږي.
