د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د تعدیل د وروستي کولو کمیټې دوهمه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو په ګډون ترسره شوې وه، د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د تعدیل د څېړلو او وروستي کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د ناستي په بهیر کې رئیسانو او تخنیکي مسئولینو خپل نظریات وړاندې کړل او د یادې موضوع د وروستي کولو په موخه د اړینې پرېکړې وشوې.
