ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۵۴
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د ارزګان والي الحاج مولانا عنایت الله شجاع، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ‌ډاکټر فاروق اعظم، د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د ارزګان ولایت ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه، د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، د زراعت او د اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام وباله.

په همدې حال کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د آغاجان بند پروژې په پرانیست غونډه کې څرګنده کړه چې سربېره پر دې پروژې، په نږدې راتلونکي کې به درې نورې پروژې هم چې د سولري برېښنا تولید، د کجکي له بند څخه د بریښنا د لین لېږد او د شفلوغ بند جوړول پکې شامل دي، په ارزګان ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لورې پیل شي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، اوبه د الله تعالی بې بدیله نعمت وبالۀ او ټینګار یې وکړ چې اوبه په اوسنیو حالاتو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.

د یادونې وړ ده چې په ارزګان ولایت کې د آغاجان بند پروژه د اوبو مدیریت، د زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي،  چې دغه بند د څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعبه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې ۷ زره هکتاره زراعتي ځمکه به د خړوبولو لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu