په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل
په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.
دغه پروژه د اوبو سرچینو د مدیریت، د خاورې د ساتنې، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د پایدارې کرنې د ملاتړ په موخه پلي کېږي او پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.
