ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل
۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷
د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د نوموړو چکډمونو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم کافي اندازه اوبه چمتو شي.
