ارزګان ولایت کې د شپلوغ بند تخنیکي سروې ترسره شوه
د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شپلوغ په سیمه کې د شپلوغ بند تخنیکي سروې د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري ټیم او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي ټیم له خوا ترسره شوه.
د یاد بند په جوړېدو سره به کابو ۲۰۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي ، ۹۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي او دو لوی کانالونه به ورڅخه وځي، چې نورو ۳۰ فرعي کانالونو ته به اوبه ورکوي.
