ارزګان ولایت کې د یک لینګي کانال د سربند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز اړوند ترینکوټ کې د یک لینګي کانال د سربند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د پروژې مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
د یادې پروژې چارې د FAO موسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.