د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
1

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پنجوايي ولسوالۍ د ولسوال مولوي عبدالرازق، د ژړۍ ولسوالۍ د ولسوال قاري محمد سلیم، د کندهار سیندیزې حوزې د رئیس ملا سید محمد شرافت او د یادو سیمو  ګڼ شمېر سپین‌ږیرو، ځوانانو او ځایي اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.

د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د دغه پل جوړېدل د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د سیمې د اوسېدونکو د اوږدمهاله ستونزو د هوارولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د یادونې وړ ده، چې دغه پل شا او خوا ۲۰۳ متره اوږدوالی لري او د ریاست‌الوزراء د محترم مقام د فوق‌العاده حکم پر بنسټ چې شا و خوا (۱۱۰) یوسل لس میلیونه افغانۍ لګښت سره په اساسي او معیاري ډول جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به د دواړو ولسوالیو ترمنځ د خلکو پر مخ د تګ راتګ لاره اسانه او ترانسپورتي ستونزې به یې حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ ل

د لاندني کابل سیندیزې فرعي حوزې (جلال آباد) ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۹:۲۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خپلې ژمنې سره سم د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره د هغوی د ګومارنې په پار وکتل

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، نن په خپل کاري دفتر کې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن اخندزاده صاحب،د کابل. . .

بیرته تګ

User account menu