اوبو او انرژي وزارت کې د اوبو د مدیریت او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۴:۵۰
1

د اوبو د مدیریت او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام په دوهمه ورځ، په اسلامي شریعت کې د اوبو د ارزښت او د اوبو د سپما د لارو چارو په اړه خبرې وشوې .

په یاد پروګرام کې، چې د اوبو او انرژي وزارت سلګونو کارکوونکو ګډون درلود، د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د دفتر آمر ښاغلي مولوي بسم الله حیدري په اسلامي شریعت کې د اوبو د ارزښت او سپما په اړه خبرې وکړي او د یاد وزارت کاروونکي یې د اوبو سپما ته وهڅول.

د یادې غونډې په دوام کې، د هایدروجیوجیکي شبکو د ساتني، پالنې او پراختیا آمر ښاغلي انجنیرعبدالعلیم مُخبت د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت، د اوبو د کمښت د لاملونو او د اوبو د سپما د لارو چارو په اړه د یوه پرزنټیشن په ترڅ کي د اړتیا وړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. 

د یادولو وړ ده چې، د اقلیمي بدلونونو، د نفوس د ډیروالي او د ځمکې لاندې اوبو  څخه په ناسمه  توګه ګټې اخیستنې له کبله په ځانګړي ډول د هېواد لوی ښارونه د اوبو له کمښت سره مخ دی، چې له همدي کبله د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د سرچینو د مدیریت، د مصنوعي تغذیې او د اوبو د سپما په اړه بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي، ترڅو د اوبو د اسراف او بې ځایه ګټې اخیستنې څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu