اوبو او انرژي وزارت کې د ټاپ نړیوالې پروژې د رهبري کمېټې دوهمه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۶
1

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د مالیې، صنعت او سوداګري، بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتو د معینانو او استازو او د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر تخنیکي رئيسانو په شتون کې د  وزارت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ټاپ پروژې د تخنیکي کمېټې د مخکنیو ناستو د راپور لنډيز وړاندې شو او وروسته، د پروژې د لار نقشې پروتوکول د وروستي کولو، د اړوندو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو او د پروژې اړوند نورو تخنیکي او اجرایي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزیر په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د ټاپ پروژې ستراتیژیک او حیاتي ارزښت ته په اشارې سره دغه پروژه په سیمه کې د انرژي په برخه کې له سترو برنامو څخه وبلله او ټینګار يې وکړ، چې په بریالیتوب سره د دغې پروژې پلي کول، کولای شي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او انرژي اړیکو د پياوړتیا، د ملي عوایدو د زیاتوالي او په هېواد کې پراخو کاري فرصتونو ته زمینه برابره کړي.

هغه د مطرح شوو موضوعاتو د کره ارزونې ترڅنګ، د چارو د بهیر پر چټکتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ پر هر اړخیزې همکارۍ باندې ټینګار وکړ او د پروژې پلي کولو لپاره یې د عملي شرایطو د چمتوکولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د ناستې په پای کې، تر هر اړخیزې څېړنې او د کمېټې د غړو د اندونو تر اورېدلو وروسته، د کاري بهیر د چټکتیا، د تخنیکي همغږیو د پياوړتیا او د پروژې د پلي کولو لپاره د عملي زمینې چمتوکولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu