اوبو او انرژي وزارت کې د ۱۴۰۳ هـ ل کال د کړنو د ارزونې او د ۱۴۰۴ هـ ل کال لپاره د پلان چمتوکولو په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۱۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، مرکزي رئيسانو او د پنځو عمومي سیندیزو حوزو د رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې ناستې تر سره کول په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې د وزارت د کړنو د ارزولو، د پراختیایي بودجې د مصرف د څرنګوالي او په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې  د دغه وزارت د کړنو لپاره د یوه عملیاتي پلان چمتو کول وبلل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه وزارت لاسته راوړنې او کړنې په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې اړتیا ده د وزارت د کړنو د پرمخ وړلو په موخه د راتلونکي کال لپاره یو روښانه او عملي پلان چمتو شي، ترڅو په راتلونکي کال کې د پروژو د پلي کولو چارې له هغه سره سم پرمخ یووړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ناستې په بهیر کې د عمومي سیندیزو حوزو او مرکزي رئیسانو د خپلو کړنو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او وروسته د ستونزو د هوارولو، د چارو د غوره ترسره کولو او د راتلونکي کال لپاره د هر اړخیز پلان د چمتو کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu