په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
