اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې کارکوونکیو ته د جنډر مسایلو پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۹:۰
77

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم انجنیر احمد ویس بصیري او اسیايي پراختیا بانک د برنامو مدیریت مرکزي دفتر (CPM-O) رئیس انجنیر سید مقیم سادات په حضور کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، کرنې او کلیو پراختیا وزارت ۴۰ کارکوونکیو لپاره د جنډر اړوند مسایلو په اړه د برنامو مدیریت مرکزي دفتر (CPM-O) له لوري دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اوبو په مدیریت او چارپیریال ساتنه کې د مېرمنو رول، پر یو بل د مېرمنو او سړیو حقونو او د مېرمنو او کوچنیانو د ځورولو مخنیوي قانون په اړه اړین معلومات ورکړل شول.

په دې ورکشاپ کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم انجنیر احمد ویس بصیري د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو او د پوهاوي ورکشاپونو دایرولو په برخه کې د اسیايي پراختیا بانک له همکارۍ مننه وکړه او د اسلام په تاریخ کې د مېرمنو رول او د هېواد تاریخ جوړونکیو مېرمنو، د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې د مېرمنو فعاله ونډه او ګډون اړین وبلل.

محترم احمد ویس بصیري د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر فومن فروغ رییس له بې‌سارو کړنو څخه په مننې وویل: "د اوبو د چارو تظیم ملي ادارې رهبري مقام تل د دې ادارې په چوکاټ کې د مېرمنو ملاتړی دی او د دې ادارې په چوکاټ کې د مېرمنو خوځنده نقش پیاوړی کوي." محترم بصیري یادونه وکړه: "له نېکه مرغه اوس‌مهال د جنډر استازې د ابو د چارو د تنظیم ملي ادارې په ټولو کاري کمېټو کې څرګنده ونډه لري."

همداراز د (CPM-O) رئیس انجنیر سید مقیم سادات د اوبو چارو سمبالښت په برخه کې د مېرمنو اهمیت په اړه وویل: "اسیايي پراختیا بانک تل د هېواد په پرمختیايي پروژو کې د مېرمنو په ګډون ټینګار کړی او او د مېرمنو حضور په برخه کې همکاري کوي."

ورته مهال د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس فومن فروغ د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې له رهبري مقام څخه مننه وکړه چې په تشکیلاتي ساختیار کې د مېرمنو له ونډې ملاتړ کوي او دا ډول ورکشاپونه دایروي.

د یادولو ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د جنډر اړوند مسایلو پوهاوي په اړه اړین معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu