بغلان ولایت کې د اخته کانال د سربند او استنادي دېوال بیارغونه او د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۲۳
1

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د اخته کانال د سربند او استنادي دېوال بیارغونه او د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا محمد عمر انس،  د مرکزي بغلان د ولسوال محترم مولوي عبدالستار جلالي، قومي مشرانو او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

په نوموړو پروژو کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۴۴۵۰ هکتار ځمکه خړوبه شي.

د دغو پروژو چارې د یو، این، ډي، پي په مالي لګښت د بغلان سیندیزې فرعي حوزې او د اقتصاد ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu