بغلان ولایت کې د اوو چکډمونو تخنیکي سروې ترسره شوه
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د بغلان ولایت په نهرین، برکي، مرکزي بغلان او دهنې غوري ولسوالیو کې د اوو چکډمونو تخنیکي سروې ترسره کړه.
په نوموړو ولسوالیو کې د دغو چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې او د اوبو په برخه کې به د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.
