بغلان ولایت کې د چوګاني کانال د لاینینګ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۱:۲۴
1

د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس او ورسره مل تخنیکي ټیم د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د چوګاني کانال د لاینینګ د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

دغه کانال ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۸۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او پکې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

د نوموړې پروژې چارې د اف، اي، او موسسې په مالي ملاتړ د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu