تخار ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د دریم لاټ(برخې) پروژې چارې څلورویشت(۲۴) سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د درېمې برخې پروژې چارې څلورویشت(۲۴) سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه داخلي شرکت ته د دوه دېرش میلیونه، درې څلوېښت زره، پنځه سوه او دوه ویشت (۳۲،۰۴۳،۵۲۲) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر د استوګنې کورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنګه به سلګونه جریبه ځمکه د کرهنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu