جوزجان ولایت کې د زراعتي اوبو د یو ستر کانال د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۰:۳۲
1

د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالي کې د کلته شاخ زراعتي اوبو کانال چارې د ۵ میلیونو او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کلیو د تلپاتې پراختیا په چوکاټ کې چې د ناروي هېواد په مالي ملاتړ د اکتید دفتر له خوا جوړیږي، پيل شوې.

د جوزجان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي وایي چې د دې پروژې پلي کول د آقچې ولسوالي د اوسیدونکو لپاره چې زیاتره یې په کرهڼې او مالداري باندې بوخت دي، د ډېر ارزښت وړ ده.

د هغه په وینا مخکي تر دې چې دا پروژه په لاره واچول شي، خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان ول او د یاد کانال په جوړولو سره به خلک ډېرو آسانتیاو ته لاسرسی ومومي.

دا کانال ۸۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه تر پوښښ لاندې راولې او ۸ زره کورنۍ په مستقیم ډول د هغې له اوبو څخه برحمنې کېږي.

یاد کانال ۱۵۳ متره اوږدوالی لري چې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu