حبیب الله توتاخیل سوداګریز شرکت ته د ۴۰۰ کیلو ولټ امپیر برېښنا انرژي د تولید او وېش جواز ورکړل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۱:۳۵
1

دغه جواز د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم مولوي نورالله حکمت له خوا د حبیب الله توتاخیل سوداګریز شرکت مسؤل ته ورکړل شو.

ښاغلي مولوي حکمت د دغه جواز د وېش پر مهال د برېښنا مارکیټ رامنځته کول او قانوني کول د اوبو او انرژي وزارت له کاري څانګو وباله او ټینګار یې وکړ، چې خپل خدمتونه له قانون، کړنلارو او سټنډرډونو سره سم وړاندې کړي، ترڅو له ځاني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړده، چې نوموړی شرکت د کابل ښار په ۱۱ ناحیې کې د لیسې مریم په سیمه کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu