خوست ولايت کې د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه پيل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱ - ۲۲:۲
1

د دغې پروژې د جيوتخنيک او جيوفزيک مطالعاتو مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور، د خوست والي محترم مولوي عبدالقيوم روحاني، د خوست د جهادي مدرسې مهتمم محترم شيخ افضل حسين، د کابل عمومي حوزوي رٸيس محترم انجنير عارف مومند، د خوست د اوبو او انرژي رٸيس محترم مولوي عبدالقيوم ثابت، سيمه ايزو مسٶلينو او د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې د خوست ولايت په صبريو ولسوالي ترسره شو٠

د اوبو او انرژي سرپرست وزير د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو د پرانيست غونډې په مراسمو کې د اوبو د مديريت، د موسمي سيلابونو د کنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په برخه کې د هغه ارزښت ته اشاره وکړه او يادونه يې وکړه،چې په روان کال کې به د اوبو او انرژي وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو ذخيروي بندونو او برېښنا د توليد پروژې په لاره واچول شي٠

همدارنګه، ښاغلي منصور په دغه برنامه کې د صبريو ولسوالي د خلکو قربانۍ او سرښندنې وستايلې او ويې ويل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام بريا د دغو قربانيو پايله ده٠ هغه، دصبريو ولسوالي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغې ولسوالي کې به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړين اقدامات تر لاس لاندې ونيول شي٠

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزير پانګه والو او مهاجرينو ته په خطاب کې وويل، چې اوسمهال په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمينه چمتو شوې، او هغه وخت را رسيدلى دى، چې خپل هېوا د ته راستون شي او د دغه هېواد د آبادۍ او پراختيا په برخه کې ونډه واخلي٠

په ورته مهال، د خوست والي په دغو مراسمو کې وويل، چې د اسلامي امارت مسٶلين د هېواد د آبادۍ او پراختيا په لار کې رښتيني خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي٠

د يادونې وړ ده، چې د زمبر ذخيروي بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري په صبريو ولسوالي کې د اوبو د مديريت، د سيلابونو دکنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په موخه په لاره اچول شوې ده، او د امکان سنجي مطالعاتو پر بنسټ لګښت يې 591.7 ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى٠

دغه بند د 32 متره لوړوالي په درلودلو سره د 1.08ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري او کابو 4 زره هکتاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي، چې 3500 کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي

---

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

بامیان ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه وڅېړل شول

د بامیان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه چې پکې ۸ پایې هایدرولوژي او ۴ پایي د واورو ارزونې دي، وڅېړل.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو له هغو سټیشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې د اتم لاټ چارې ۸۳ سلنه پرمخ تللې دي

د آمو  سيند څنډو د ټينګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست د انجنيري ټيم په ملتيا د تخار ولايت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۰:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې د ینګي زرغوی هایدرومیتیورولوژیکي سټیشن د استنادي دېوال جوړولو چارې 65 سلنه پرمخ تللې دي

د شمال عمومي حوزوي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره په همغږي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د ینګي زرغوي هایدرومیتیورولوژيکي سټیشن د استنادي دېوال. . .

بیرته تګ

User account menu