خوست ولایت کې د دوو کانالونو د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنې جوړې او د اوبو ارقام یې واخیستل شول
د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز اړوند د نورزیو کلي د دوو کانالونو د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنې جوړې کړې او د نوموړو کانالونو د اوبو ارقام او د کرنیزو ځمکو معلومات یې راټول کړل.
همدارنګه، د یاد کلي اوسیدونکو ته د کانالونو حریم د ساتنې او د اوبو څخه د بې ځایه مصرف د مخنیوي په موخه اړینې سپارښتنې وشوې.