خوست ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۵:۱۳
1

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د خټکې په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څلور میلیونه، شپږ زره او پنځه سوه (۴۰۰۶۵۰۰) افغانیو په ارزښت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د صبریو ولسوال محترم عبدالولي سعید، د اکرو موسسې مسؤل محترم  افضل مجاهد او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

دغه استنادي دېوال ۲۸۰ متره اوږدوالی لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.

د دغې پروژې چارې چې د یو این ایچ سي آر په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمنیه چمتو شوې او د یوې نیمې میاشتې په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدغه راز، د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د سوري پاڼ کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړین هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

بیرته تګ

User account menu