دایکندي ولایت کې د برېښنا د تولید او آب ګردان بند، د یو ذخیروي بند، د کانال د درې سربندونو او دوو چکډمونو سروې ترسره شوه
د پورتني هلمند( دایکندي) سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د دایکندي ولایت په کیتي، کجران او ناوه میش ولسوالیو کې د برېښنا د تولید او آب ګردان بند، د یو ذخیروي بند، د کانال د درې سربندونو او د دوو چکډمونو لومړنۍ، چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیزه سروې ترسره کړه.
همدغه راز، د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحیم الدین رحماني د دغې حوزې د تخنیکي ټیم په شتون کې په دایکندي ولایت کې د کوک موسسې له مسؤلینو سره چې د اوبو د تاسیساتو په برخه کې فعالیت کوي، وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو پروژو په پلي کولو کې د لا زیاتې همغږي د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.