دشمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په  دفتر کې د اوبو او انرژي، ټولګټو چارو، اقتصاد او دکلیو پراختیا وزارتونو له ګډ پلاوي سره لیدنه وکړه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۴۸
1

نوموړی پلاوی د ا.ا.ا د وزیرانو شورا د پریکړې په اساس ټاکل شوی تر څو د ټولو هغو لویو پروژو څخه چې تر  اوسه پورې يې کار پاتې دي له نږدي څخه لیدنه وکړي.

د هېواد د سترو پروژو څخه چې چارې یې پاتې دي، په مزارشریف کې څلور د لارې جوړونې پروژې دي چې دوه پروژې یې د مزارشریف ښار حلقوي او داخلي سړکونه دي ، دریمه پروژه د شبرغان ښار حلقوي سړک او څلورمه پروژه د شبرغان _ سرپل سړک دی.

یاد پلاوی ټاکل شوی ترڅو یادې څلور پروژې له نږدې څخه وویني او خپل راپور د ا.ا.ا د وزیرانو شورا سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي پلاوي په راس کې د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئیس د چارو د همغږي کولو لپاره قرار لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu