د آسیا پراختیایي بانک د پورونو د تثبیت په هکله د ټاکل شوې کمېټې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د مقام د حقوقي سلاکار محترم سید عطاالله صدیقي تر مشري لاندې د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې، د اړوندې څانګې له لوري رالېږل شوي اسناد د تقنیني قوانینو او د وزارت د مقام د احکامو په ړنا کې تر مطالعې او ارزونې لاندې ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې کمېټې خپلې ناستې په منظم ډول ترسره کړې او په نږدې راتلونکي کې به خپل وروستی راپور د وزارت له محترم مقام سره شریک کړي.