د آمو سیند څنډو د ټينګښت رئيس د تخار له والي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲۱
1

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار انجنير سيدرحمن ځدران تخار ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم مولوي سميع الله (حزب الله) سره یې وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله اړین معلومات د تخار له والي سره شریک کړل او هغه د همکاري ژمنه وکړه.

همدارنګه، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د تخار ولایت د خواجه غار، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین، ینګي قلعه او چاه آب له ولسوالانو سره یې په جلا، جلا لېدونو کې په چارو کې د لا ښه سمون او همغږي په موخه وکتل.

همدغه راز، ښاغلي نقي د تخار ولایت په خواجه بهاوالدين ولسوالي کې مېشت د دغه ریاست د سيمه ايز آمريت له کارمندانو سره وکتل  او هغوی ته یې د چارو غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې. د نوموړي آمریت مسؤلینو په دغه لیدنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي نقي سره شریک کړل او ورته د رسیدګي غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي نقي د نوموړي سیمه ایز آمریت له مسؤلینو سره د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګي په موخه ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu