د استالف ولسوالي د چکډم چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي
د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي نورالله حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د استالف ولسوالي د چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي چکډم چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس د کلکان ولسوالي د چکډم له سیمې څخه هم لیدنه وکړه چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.