د اسلام په سپيڅلي دین کې د حلال کسب د ارزښت په هکله د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۴:۷
1

په دغه سمینار کې چې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود، د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف د اسلام په سپیڅلي دین کې د کسب و کار او حلالي روزي د ترلاسه کولو په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دغه سمینار کې وویل چې د اسلام په سپیڅلي دین کې د حلال کسب و کار ترسره کول ځانګړی ارزښت او ځای لري او په اسلامي متونو کې د دغې چارې په ترسره کولو کې ډير ټینګار او سپارښتنې شوې دي.

ښاغلي مولوي عارف ټول کارمندان د شرعي کسب و کار له لارې د حلالي روزي ترلاسه کولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو په دنیا او آخرت کې نېکمرغه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu