د افغانستان دولت او استرالیایي کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۲۱:۴۶
69

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې دولتي مقاماتو د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ سره د تفاهم درې یادښتونه او دوه چوکاټي تړونونه نن له غرمې مخکې لاسلیک کړل.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنارماڼۍ کې ترسره شول، دکانونو او پټرولیم، عامې روغتیا او لوړو زده کړو د سرپرست وزیرانو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس، د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس ډاکټر فاریست ریمارک دغه تفاهم لیکونه او چوکاټي تړونونه لاسلیک کړل.

په دغو مراسمو کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ له یو بل سره په تفاهم او متقابل باور، همکارۍ، صداقت او حساب ورکولو کار کوو.

نوموړي د افغانستان دولت د بېلابېلو ادارو او یادې کمپنۍکاري او تخنیکي غونډو ته په اشارې وویل، تصمیم پر دې دی چې د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې لا ښه خدمات وړاندې کړي او دا کمپنۍ د افغانستان حکومت د پنځو لومړیتوبونو پر اساس په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

ورپسې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د وینا پر مهال استرالیایي پلاوي څخه په مننې د تفاهم لیکونو او تړونونو لاسلیک یوه تاریخي پېښه او د افغانستان او استرالیا په دوستۍ کې د عطف نقطه وبلله.

نوموړي وویل، موږ له داسې کمپنۍ سره تفاهم لیکونه لاسلیکوو چې ارزښتونو ته اهمیت ورکوي، د اصولو پیرو دي او زموږ د خلکو د توانمندۍ کوښښ کوي. تاسو نه یوازې د کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه، بلکې زموږ په زړونو کې مو د ملګرتیا او مینې پانګونه وکړه.

ښاغلي صالح له افغانستان سره د استرالیا سخاوتمندانه مرستو څخه په مننې وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د مشارکت په اړه خبرې وکړو. افغانستان ډېر ظرفیتونه او زېرمې لري چې ستاسو د همکاریو په پایله کې به لا انکشاف او وده وکړي. هغه زیاته کړه، په دې پروسه کې به ستونزې او خنډونه وي، خو له هغو باید تېر شو او مقصد ته ورسېږو.

د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ مسوول ډاکټر فاریست ریمارک د جمهوررئیس غني او د جمهوررئیس د لومړي مرستیال د شجاعت، مسلکيتوب او صداقت قدرداني وکړه وې ویل، زه له تاسو غواړم په هغه سفر کې له ماسره ملګري شئ چې د افغانستان خلک توانایي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي.

د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس وویل، زه نن د خپلې کمپنۍ په استازیتوب افغانستان ته راغلی یم، غواړم د افغانستان خلکو ته خدمت وکړم او افغانان توانمند کړو چې اقتصادي خپلواکي ولري او له ستونزو څخه راووځي. هغه په ټینګار سره وویل، موږ به له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ ولرو.

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې استرالیایي پلاوي ته په خطاب کې وویل، مننه چې خپلو همنوعو ته د خدمت احساس لرئ او دوه ورځې مو د افغانستان د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره ګډ کار وکړ او دوامدار مشارکت کې مو ونډه واخیسته.

جمهوررئیس وویل، ستاسو په نوښت او هلو ځلو به د افغانستان د انکشاف متفاوت موډل پیل شي او د دغه موډل له برکته به افغانستان ته د سینګاپور، چین او نړۍ د نورو هیوادونو غوندې د د انکشاف دوامدار مسیر پرانیستل شي. همدارنګه اوبه په انرژۍ بدلېږي، زموږ له طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه زیاتېږي او افغانستان به دشنې انرژۍ له پلوه پر ځان بسیا شي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، هیله ده چې د دغه مشارکت په پایله کې افغانستان او استرالیا خپلو ځنډنیو هیلو ته ورسېږي.

جمهوررئیس غني د خپلې وینا په پای کې له افغانستان سره د استرالیا هیواد د مرستو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استرالیایي عسکرو د خدمت قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې د هغو استرالیایي قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه چې په افغانستان کې د خدمت پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه تفاهم نامې لاسلیک له مخې به د افغانستان پنځه سندیزو حوزو کې چې ډيره برخه به یې د (کونړ سیند، کابل سیند او پنج امو) په اوبو به د بريښنا ستر بندونو باندې سرمایه د ګذاري وشي چې په واسطه به یې تر 20 زره مېګاواټه بريښنا پورې به تولید شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

بیرته تګ

User account menu