د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر د ترکمنستان د انرژي له وزیر سره وکتل

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۳۲
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، نن( یک‌شنبه، د ۱۴۰۴ هـ . ل کال د وږي ۱۶) د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د ترکمنستان د انرژي له وزیر محترم آننه ګیلدي سپروف، د "ټاپ " نړیوالې پروژې له رئيس محترم مراد آرتیکوف او په کابل کې مېشت د ترکمنستان له سفیر محترم خواجه عوضوف سره وکتل او خبرې، اترې وکړې.

په دغه ناسته کې، دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه له ترکمنستان څخه کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا لېږد، د برېښنا لېږد "ټاپ 500" پروژې چارو د چټکتیا او د "ټاپي" سترې پروژې د پلي کولو په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د افغانستان د اوبو او انرژي وزیر په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړېکو د مخینې یادولو ترڅنګ، د نوموړو پروژو د پلي کولو په برخه کې د اړینو همغږیو او همکاریو د رامنځته‌کولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د بشپړ چمتووالي او ژمنې باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان د دوو اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې ژمن دی.

په دغه لیدنه کې، د ترکمنستان د انرژي وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زړه‌بوږنوونکې زلزلې په تړاو د خپلې خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب د اوبو او نرژي وزارت د رهبري مقام ته وړاندې کړل.

هغه د افغانستان همکاریو د ستایلو ترڅنګ، د هوکړې شویو پروژو په پرمخ وړلو کې د ترکمنستان بشپړ چمتووالی څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې  د برېښنا لېږد نړیوالې پروژې«ټاپ» ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان) لومړنۍ چارې په ښه توګه د پرمختګ په حال کې دی. همدارنګه د ترکمنستان د انرژي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو او همکاریو په پراخولو  باندې ټینګار وکړ.

دغه ناسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړېکو په ټینګولو او رغنده همکاریو پر دوام باندې په ټینګار سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ ل

د لاندني کابل سیندیزې فرعي حوزې (جلال آباد) ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د چغري چکډیم جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۹:۲۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خپلې ژمنې سره سم د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره د هغوی د ګومارنې په پار وکتل

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، نن په خپل کاري دفتر کې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن اخندزاده صاحب،د کابل. . .

بیرته تګ

User account menu