د اقلیم بدلون او د سیلابونو او وچکالیو د وړاندوینې او خبراوی ورکولو تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ د کابل په عمومي سیندیزه حوزه کې پیل شو

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۱:۵۷
۱

دغه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د کابل سیندیزې عمومي حوزې او اړوندو سیندیزو فرعي حوزو د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه د کابل سیندیزې عمومي حوزې د رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي ولي محمد تائب او د سیندیزو فرعي حوزو د یو شمیر کارمندانو په شتون کې د یونیسف سازمان په مالي همکاري سره پیل شو.

د یادونې وړ ده، چې د دغه روزنیز ورکشاپ د جوړېدو موخه د اقلیم د بدلون او د اوبو پر سرچینو باندې د هغې د اغیزو د څرنګوالي، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو د راکمولو د لارو چارو، د سیلابونو او وچکالیو د راپیښېدو د څرنګوالي او د عصري مشاهداتي او سټلایټ دیټا د تحلیل میټودونو پر بنسټ د هغوی د وړاندوینې او خبراوي ورکولو د میکانیزمونو په برخو کې د کابل سیندیزې عمومي حوزې او اړوندو سیندیزو فرعي حوزو د کارمندانو د وړتیا لوړول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu