د انرژي خدمتونو د تنظیمولو اداری او د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۸:۴۹
اخبار

د نوي کیدونکي انرژۍ تر عنوان لاندې په ورکشاپ کې؛ رغیزه انرژی له هیلو تر اقتصادی خوځښته، د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې لخوا د اوبو او انرژي وزارت د مالی او اداری مرستیال ښاغلي الماس زاخیلوال، د برښنا شرکت رییس امان الله غالب، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې او د اقتصاد وزارتونو او د GIZ او د دغه اتحادیې نورو اړوندو اداراتو غړو په حضور سره ترسره شوی وه، د انرژي خدمتونو د تنظیمولو اداری او د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ اتحادیې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شوه.

همدارنګه پدې ورکشاپ کې په لاندې موضوعاتو باندې لکه: د انرژي د تولید په پروژو کې د خصوصي سکتور د پانګوونې زمینه برابرول، د هغه پروړاندی ننګونو او ستونزو او په هیواد کې د نوي کیدونکي انرژۍ پراختیا کې د عامه او خصوصي مشارکت او د همکاري پروسه تر بحث لاندې ونیول شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د مالی او اداری مرستیال ښاغلي الماس زاخیلوال د هیواد اقتصادی ودی لپاره انرژي ته د خلکو لاسرسی اړین وباله او زیاته کړه: " افغانستان یوازې د خصوصي او عامه سکتورونو تر منځ د ګډو همکاریو له لارې د انرژي ځان بسیانی ترلاسه کولی شي".

د اوبو او انرژي وزارت د نوي کیدونکي انرژۍ رئیس انجنیر فریدالله شرفمل په افغانستان کې د نوي کیدونکي انرژۍ پراختیا لپاره د وزارت پلانونه او د برنامو توضیحات وړاندې کړل او وویل: " دغه وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به د افغانستان ۹۵ په سلو کې ډیر خلک نوي کیدونکي انرژۍ ته لاسرسی ولري."

همدارنګه د دغه اتحادیې نورو اړوندو اداراتو غړو په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت، پرمختګونو اونوي کیدونکی وړ انرژۍ پرمختیایی برنامو په اړه پریزینټیشنونه وړاندې کړل.

دا په داسي حال کی دی چی پدې وروستیو کې د اوبو او انرژي وزارت لخوا د تدارکاتو پروسې او په خصوصي سکتور کې د انرژي تولید پروژو کې پانګوونې په اړه د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوې وه.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu