د انرژي معینیت اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۲:۳۴
1

دغه ناسته د اوبو او انژي وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو، سلاکار او متخصیصیونو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د انرژي معینیت رئيسانو د تېرې ناستې د پرېکړو په هکله چې  سمنګان او نورو ولایتونو ته د باد د څلور پاتې څېړنیزو ټاورونو د څېړنې لپاره د لېږل شوې تخنیکي ټیم د موندنو، د انرژي د نویو پروژو د پېژندنې، د مشخص شوو پروژو د ټیوارونو د جوړولو او له ګلبهار انویسټمنټ ګروپ سره د ډبرو سکرو پر ځای له ګازو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې  د وروستیو ترسره شوو اجراآتو په هکله بشپړ راپور وړاندې کړ او په دې برخو کې د شته ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو د راپور تر اورېدلو وروسته، د پروژې جوړونې چارو د چټکتیا ، د ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همکارۍ او همغږۍ  او  د برېښنا انرژي خدمتونو عمومي  ریاست لپاره د ریګولیټر په څېر د چارو د پيلولو او د طرحې جوړولو باندې ټینګار وکړ او په اخلاص سره یې د چارو د پرمخ وړلو په پار اړینې سپارښتنې وکړې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu