د انرژي معینیت اداري ناسته د یاد معینیت د یو شمېر اړینو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۷:۲۷
1

یاده ناسته د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو او د یاد معینیت د ټولو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د څو اړینو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان مسودې په هکله چې په هېواد کې د متوازنې انرژي د تنظیم، پراختیا، ودې، تولید، وېش او لېږد په موخه ترتیب شوې او  د پنځه کلن پلان تر کره کتنې او وروستي کولو وروسته به د عملیاتي یا اکشن پلان په ترتیبولو باندې کار پیل شي، بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په دوام کې په تېر یوه کال کې د انرژي معینیت د ریاستونو د کړنو د ارزونې په هکله هر اړخیز بحثونه و شول. د یادونې وړ ده، چې د انرژي معینیت ټولې کړنې به په اونیز، میاشتنې او ربعوار ډول د فیصدي پر بنسټ و ارزول شي.

محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د ناستې د غړو د اندونو تر آورېدلو وروسته، د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان د وروستي کولو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې مشخصې دندې وسپارلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu