د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۴:۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د دغې ناستې په پيل کې، د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د انرژي سکتور د پراختیا د پنځه کلن پلان د پلي کولو، د چارو د لومړیتوبونو، د ستونزو د پېژندلو او د شته ننګونو د هوارولو په موخه د شونو حل لارو د رامنځته کولو په هکله خبرې وکړې او د ناستې غړو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

په دغه ناسته کې، د رئيسانو له لوري د انرژي پروژو اړوند څو بېلابېل تخنیکي موضوعات مطرح شول او په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه په دغه ناسته کې د انرژي معینیت د پروژو د پلي کولو لپاره د یوه په کار پوه ټیم د رامنځته کولو، د دغه معینیت اړوند ریاستونو د کاري بهیر د څارنې، د برېښنا شرکت او نورو کورني شرکتونو لپاره چې د انرژي په برخه کې فعالیت کوي د یوه کره میکانیزم د رامنځته کولو او همدارنګه د چارو په ترسره کولو کې د لا زیاتو همغږیو په هکله خبرې، اترې وشوې او د نوموړو موضوعاتو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu