د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۳۰

دغه ناسته د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې  د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې،  د تېرې ناستې د پریکړو په هکله د ترسره شوو اجراآتو د ارزولو، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو او د ګلبهار انویسټ شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۵۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو په هکله خبرې، اترې وشوې.

د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو  او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې اوټینګار یې وکړ، چې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه د ریاستونو ترمنځ باید اړینه همغږۍ او همکاري تر سره شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د انرژي محترم معین ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې باید هغو ولایتونو کې چې په تېره اداره کې زیاته پاملرنه نه ده شوې، اړینه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې

د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د نږدې ۵ سوه زره افغانيو په لګښت بشپړه شوه

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د ۴۹۲ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د دغه ریاست د ماشینري په واسطه د. . .

بیرته تګ

User account menu