د انرژي معینیت اونیزه ناسته د پروژو د وضعیت او د یاد معینیت د نورو کړنو د څېړلو په موخه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۰:۵۰
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزرات د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د ټولو رئیسانو او د وزارت د انرژي سکتور د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، رئيسانو او مسؤلینو د خپلو هغو فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل چې یوه اونۍ وړاندې یې په اړه لازمې پرېکړې شوې وې.

د دې ناستې په دوام کې، د انرژي پروژو په پلي کیدو کې د بیلابیلو موضوعاتو، د پانګوالو د را جلبولو او د هغو پروژو د مدیریت پر څرنګوالي چې د عامه او خصوصي مشارکت له خوا پلي کیږي، بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د ټولو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړونده رئيسانو ته لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

بیرته تګ

User account menu