د انرژي معینیت د نویو پروژو د لا غوره پلي کولو په موخه د یاد معینیت فوق العاده او تخنیکي غونډه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۵۸
1

د انرژي معینیت وارسي کوونکی او د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د یاد معینیت د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو سره په یوه فوق العاده غونډه کې د انرژي سکتور د نویو پروژو د لا غوره پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دې غونډه کې د انرژي د نویو پروژو چې له پیل څخه تر بشپړیدو پورې د پلي کولو او مدیریت مسئولیت یې د انرژي معینیت پر غاړه لري، بحث ترسره شو او اړین تدابیر ونیول شول.

همدارنګه، پریکړه وشوه چې، په راتلونکي کې دې د هېواد د انرژي پروژو سروې، ډیزاین او مدیریت د انرژي معینیت اړوند تخنیکي بورډ له لوري په تخنیکي او مسلکي توګه ترسره شي.

د غونډې په دوام کې، د انرژي سکتور د قوت د ټکو د پیاوړي کولو، د پروژو د سروې، ډیزاین او څارنې په برخه کې له شته وړتیاو څخه د سمې ګټې اخیستنې، د نیمګړتیاوو د پېژندلو او د هېواد د انرژي سکتور پر وړاندې ستونزو او ننګونو ته د مناسبو حل لارو رامنځته کولو په هکله هم بحث ترسره شو.

د غونډې په ترڅ کې د برېښنا د انرژي سکتور مسئولینو او انجنیرانو خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د چارو په ترسره کولو کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

په ورته مهال، د انرژي معینیت وارسي کوونکي او د دفتر عمومي رئیس د هرې موضوع د هوارولو په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او د چارو په ترسره کولو کې یې پر لا زیاتو هلو ځلو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu