د انرژي معینیت په اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند د یو شمېر موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۱۲
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه معینیت د غونډو په تالار کې  ترسره شوه او د انرژي سکتور اړوند د یو شمېر موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې پریکړو ته د کتنې ترڅنګ، د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجي مطالعاتو د قراردادي شرکت له لوري د وخت غځیدو د غوښتنې، د انرژي په سکتور کې له بهرنیو هېوادونو څخه د انرژي په برخه کې د راستانه شوو افغان متخصصینو د همکاري او د سروې او ډيزاین شوو پروژو د ټولنیزو ستونزو د هوارولو په هکله اړوندو رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د چارو د چټکتیا او غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu