د اوبو او انررژي سرپرست وزیر په  شتون کې په غزنی ولایت کې لس چکډمونه ګټې اخیستلو ته وسپارل شول.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۲۲
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په غزنی ولایت کې د امارتي مسئولینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت لخوا د نژدې څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت  جوړ شوي لس چکډمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

یاد چکډمونه چې د باران او واورې د اوبو د زیرمه کولو،د سیلابونو د تخریب د مخنیوي،  فصلونو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوي دي؛ د سیمې خلکو د وزارت له دغۀ نوښت او خدمت څخه خوښي وښوده. دغه راز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دې وړاندې د غزنی ولایت له والي محترم حافظ محمد امین جان عمري  او مرستیال والي محترم مولوي رحیم الله محمود   سره د یوې ناستې په ترڅ کې په غزني ولایت کې د اوبو او انرژي د روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې، محترم وزیر صاحب دوی ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې په  یاد ولایت  کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu